ډېر لوستل شوي

بهرنی سیاست او ډیپلوماټیکې اړیکې؛ “روسيې د لومړني هېواد په توګه ا.ا په رسميت وپېژاند”

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» د پنځم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ويلي چې تېر يوه کال کې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان ډیپلوماټیکې، سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، روسيې د لومړني هېواد په توګه اسلامي امارت په رسمیت وپېژاند، له کوېټ سره رسمي ډیپلوماټیکې او کونسلي اړیکې پیل شوې او د افغانستان غړیتوب د مسکو فارمټ کې هم ومنل شو. په همدې موده کې په کوېټ او برلین کې د افغانستان سفارتونه او په بن ښار کې جنرال کونسلګري هم فعاله شوې ده.

مولوي ذبيح‌الله مجاهد زياته کړې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې هم له بېلابېلو هېوادونو سره هوکړې شوې دي. د شمېرو له مخې، په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې هند ته د افغانستان صادرات ۷۷۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې له هند څخه واردات ۲۶۶ میلیونه ډالره وو.

همداراز، له پاکستان سره د سوداګریزو خنډونو د کمولو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د «PTA» هوکړه‌لیک لاسلیک شوی او د افغانستان، اوزبیکستان او پاکستان ترمنځ د افغان‌ـټرانس د امکان‌ ارزونې هوکړه هم شوې ده.

اړوند خبرونه