ډېر لوستل شوي

ختیځ زون کې د امنیت او پراختیا په موخه د ادارو پر لا همغږۍ ټینګار شوی

د ننګرهار د والي ملا محمد نعیم اخند په مشرۍ د ختیځ زون د والیانو او ملکي، نظامي، عدلي او قضايي ادارو د مسوولینو ګډه غونډه شوې، چې په کې د امنیت، ښې حکومتولۍ او پراختیايي چارو په اړه بحث شوی دی.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي، په غونډه کې د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د پراختیايي پروژو د عملي کېدو، راستنېدونکو هېوادوالو ته د لومړنیو خدمتونو د برابرولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.

د غونډې اساسي موخه د ختیځ زون په کچه د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د خلکو ستونزو ته په وخت رسېدنه بلل شوې ده.

اړوند خبرونه