د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي چې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت په تېر يوه کال کې ۱۲ زره او ۵۱۰ رواني ناروغان راټول او د درملنې او پالنې لپاره یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، د رواني ناروغانو د راټولولو او د درملنې لپاره د هغوی معرفي کولو دغه اقدام د دوی د وضعیت په ښه کېدو، د ټولنیزې روغتیا او د عامه امنیت په ټینګښت کې اغېزناک تمام شوی دی.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد دا څرګندونې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د شپږم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال کړې دي.

