ډېر لوستل شوي

د زیانمنو او بې‌ځایه شویو لپاره ميليونونه ډالره مرستې راټولې شوې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي چې په تېره يوه کال کې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو، طبیعي پېښو د زیانمنو شویو او کورنیو بې‌ځایه شویو د ملاتړ لپاره له ۴۵ میلیونه امریکايي ډالرو څخه زیاتې مرستې راټولې شوې دي.

د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د شپږم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۲۱ میلیونه او ۹۹۵ زره امریکايي ډالر او له ۴۸ میلیونه افغانیو زیاتې مرستې راټولې شوې دي.

همدارنګه، د طبیعي پېښو د زیانمنو شویو لپاره ۲۳ میلیونه او ۲۹۷ زره امریکايي ډالر او له ۹۳ میلیونه افغانیو زیاتې مرستې راټولې شوې چې د کورنیو بې‌ځایه شویو د ملاتړ لپاره هم له ۹۸ زره امریکايي ډالرو زیاتې مرستې ترلاسه شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د راستنېدونکو کډوالو، طبیعي پېښو د زیانمنو شویو او کورنیو بې‌ځایه شویو د اړتیاوو د پوره کولو او ملاتړ په موخه راټولې شوې دي.

اړوند خبرونه