د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد وايي چې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې په تېره يوه کال کې له ۶۷۲ زرو څخه زیاتو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې کړې او ۳۹۸ زره او ۴۵۴ کورنیو ته یې نږدې ۲ میلیارده افغانۍ نغدي مرستې وېشلې دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د شپږم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي چې د طبیعي پېښو د زیانمنو شویو د بیا مېشتېدو لپاره ۴ زره او ۳۵۳ کورونه جوړ او بیارغول شوي او د پېښو د خطرونو د کمولو په موخه ۲۷۸ وقایوي او محافظتي پروژې هم پلې شوې دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې له ۱۰۸ مربع کیلومترو څخه زیاته په ماینککړه سیمه پاکه شوې او له ۲ میلیونو او ۳۵۷ زرو څخه زیاتو کسانو ته د ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخه کې ۶۳۰ مجهزې خېمې جوړې شوې چې شاوخوا ۱۰۸ زره راستنېدونکي پکې ځای پر ځای شوي او له ۴۰ زره او ۸۶۵ راستنېدونکو کورنیو سره بېړنۍ مرستې هم شوې دي.
د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۵۹۸ د ډبرو لویې غونډۍ سروې شوې او له دې ډلې ۱۰۱ خطرناکې غونډۍ په خوندي ډول تخریب شوې دي.

