د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره يوه ورځ کې د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۲۶۲ کورنۍ چې ۱۱۶۲ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
یاد کمېسیون وايي، په همدې ورځ ۱۶۹ کورنۍ چې ۹۶۱ غړي لري، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
راپور زیاتوي چې له ۳۵۷ کورنیو سره شاوخوا ۳.۸ میلیونه افغانۍ مالي مرسته شوې او راستنېدونکو ته ۱۴۳ سیمکارټونه او زرګونه خوراکي توکي هم وېشل شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په تورخم، اسلامکلا او کابل کې شاوخوا ۱۱۰۰ ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو خدمتونو په اړه هم لازم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

