د کابل د بګراميو ولسوالۍ په کمري کلي کې د «احسان مېنې» په نوم ښارګوټي د څه باندې ۳۶۴ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو له څېړنې وروسته، ۶۹.۴۵ جریبه ځمکه امارتي ملکیت ثابته شوې ده.
د عدليې وزارت ويلي چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې دا پرېکړه د متصرفینو او اړوند کمېسیون د اسنادو، املاکي دفترونو او اړوندو ادارو د معلوماتو له دقیقې ارزونې وروسته کړې ده.
د یادې ځمکې دوسیه تر دې وړاندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري د قانون د ۱۷مې مادې له مخې اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
د يادونې وړ ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، تخنیکي پلاوي او اختصاصي محکمې د اسنادو او رسمي معلوماتو له ارزونې وروسته د هغو ځمکو په اړه پرېکړې کوي چې د دولت ملکیت بلل کېږي.

