ډېر لوستل شوي

تخار کې د خواجه‌غار – دشت‌قلعې سړک د قیر کولو چارې جریان لري 

ټولګټو وزارت وایي چې په تخار ولایت کې د خواجه‌غار – دشت‌قلعې ولسوالۍ ۱۷ کیلومتره سړک د قیر کولو چارې جریان لري.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا پروژه د څه با ندې ۶۸۵ میلیون ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ لاسلیک شوې وې.

د خبرپاڼې له مخې، دا سړک له خواجه‌غار ولسوالۍ څخه پیل او تر دشت‌قلعې ولسوالۍ پورې غځېدلی چې په اوږدو کې یې د ۱۴ پلګوټو او د سړک غاړې کانکریټي ویالو جوړول هم شامل دي.

د سرچینې په وینا چې د دغه سړک د چارو په جریان کې د سیمې یو شمېر ماهر او غیرماهر کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د تخار ولایت مرکز ته د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې شي.

اړوند خبرونه