ډېر لوستل شوي

خوست کې ۱۲۰ قلمه پخواني ناچاوده توکي له منځه وړل شوي 

د خوست مسوولین وایي، د یاد ولایت مرکز اړوند په «تخته بیکه» سیمه کې ۱۲۰ قلمه پخواني ناچاوده توکي کشف او له منځه وړل شوي دي. 

د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز ویلي چې دا توکي د دغه ولایت پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ریاست په همغږۍ، د عمر ماین‌پاکۍ مؤسسې له منځه وړي دي. 

د ښاغلي ګربز په وینا چې په کشف شویو توکو کې ١ دانه RPG، ۲۰ دانې ۴۰ ملي‌متره مرمۍ، ۷۳ فیوزونه، ۱۲ بم‌لېټونه او ۱۴ الیومینیشن مرمۍ شامل وو.

سرچینې همداراز لیکلي چې د دغو ناچاوده توکو په کشف او له منځه وړلو سره د سیمې اوسېدونکو ته احتمالي خطرونه کم شوي او د یادې سیمې ځینې دوکانونه له ناچاوده توکو پاک شوي دي.

اړوند خبرونه