ډېر لوستل شوي

درېیو ولایتونو کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي او زرګونه ګولۍ نیول شوې

د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې امنيتي ځواکونو يې په نیمروز، کابل او روزګان ولایتونو کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي، زرګونه نشه‌يي ګولۍ او له یو ټن ډېر ومان بوټي کشف او ضبط کړي دي.

ياد وزارت وايي، په نیمروز کې ۶۱۵ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه‌يي توکي او په کابل کې ۴۵۰۰ نشه‌يي ګولۍ نیول شوې دي.

همداراز، په روزګان کې ۱۱۷۰ کیلوګرامه ومان بوټي کشف او ضبط شوي چې د شیشې د نشه‌يي توکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.

د مسوولينو په وينا، په دې عملیاتو کې د يادو توکو د قاچاق په تړاو څلور کسان هم نیول شوي چې دوسیې به یې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه