ډېر لوستل شوي

د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو نږدې ۲۰۰ منسوبینو مسلکي زده‌کړې بشپړې کړې 

د دفاع وزارت د مرکزي  قطعاتو او سیمه‌ییزو قول‌اردوګانو ۱۹۶ منسوبینو د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو په قوماندانۍ کې درې میاشتینۍ مسلکي زده‌کړې بشپړې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې دغو منسوبینو د سرحدي، مخابرې او نقلیه وسایطو د چلونې زده‌کړې بشپړې کړې، او نن د یو شمېر مسوولینو په ګډون د ځانګړو مراسمو پرمهال فارغ شوي دي.

مسوولینو تازه فارغ‌شویو ته د اسلامي نظام او سرحدونو د ساتنې په اړه سپارښتنې کړې، او د پوځي زده‌کړو پر ترلاسه‌کېدو یې ټینګار کړی دی.

بلخوا فارغ‌شویو منسوبینو له اسلامي نظام او د هېواد له سرحدونو څخه د ساتنې په اړه ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه