د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته تر خپلې وینا مخکې د نیویارک پر ښاروال زهران ممداني نیوکه کړې او هغه یې د حماس په ملاتړ او د نیویارک د یهودي اوسېدونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پارولو په تور تورن کړی دی.
نتنیاهو ویلي چې په ملګرو ملتونو کې به د اسراییلو د پوځي اقداماتو او په غزه کې د عملیاتو دفاع وکړي او د اسراییلي ځواکونو په اړه به د ده په وینا «حقیقت» بیان کړي.
بلخوا، ممداني مخکې ویلي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د نتنیاهو د نیولو حکم باید رعایت شي او هغه یې د فلسطینیانو پر وړاندې په جنګي جرمونو تورن کړی، خو نوموړي منلې چې د نیویارک ښاروال په توګه د نتنیاهو د نیولو واک نهلري.
د نتنیاهو او ممداني ترمنځ لفظي ناندرۍ داسې مهال زور اخیستی چې د غزې د جګړې په اړه پر اسراییلو نړیوالې نیوکې روانې دي او په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د غزې د جګړې په ګډون د نړیوالو شخړو په اړه بحثونه کوي.

