ډېر لوستل شوي

بغلان کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي

د بغلان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله دوو تنو ژوند بايللی او نهه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت مقام د رسنیز دفتر وايي، لومړۍ پېښه د پل‌خمري ښار اړوند د سنګ‌سلاخ په سیمه کې د یوه موټرسایکل او کرولا د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې د موټرسایکل چلوونکی سخت ټپي شوی او وروسته یې ساه ورکړې ده.

دویمه پېښه د دوشي ولسوالۍ د کېله‌ګي په سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یوه ښځه مړه او نهه نور کسان چې دوه نارینه او اووه ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د دواړو پېښو ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه