ډېر لوستل شوي

تېره میاشت کې د افغانستان له رېل‌پټلۍ ۷۹۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ترڅ کې د افغانستان له رېل‌پټلۍ ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه مالونه صادر او وارد شوي دي.

د ياد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، له دې جملې ۵۲۵ زره او ۶۶۸ ټنه د حیرتان بندر، ۶۴ زره او ۵۵۵ ټنه د اقینې بندر، ۵۸ زره او ۹۲۴ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۱۴۱ زره او ۵۹۴ ټنه د خواف–هرات رېل‌پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا، په همدې میاشت کې ۳۷۴۴ ټنه ګاز لرونکي مشروبات، ممیز او معدني ډبرې هم صادرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، د رېل‌پټلۍ له لارې د انتقالاتو او صادراتو زیاتوالی د کاري فرصتونو او ملي عوایدو د ډېرېدو ترڅنګ د اقتصادي ثبات او ځان‌بساینې په برخه کې مهم رول لري او حکومت هڅه کوي سوداګرو ته د انتقالاتو او سوداګرۍ لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

اړوند خبرونه