په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت له والي ملا محمد شېرين اخوند سره کتلي او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړيکو او همکاريو په اړه يې خبرې کړې دي.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو، د افغان سوداګرو او هېوادوالو د ستونزو، او د اړوندو چارو د لا ښه تنظیم په اړه خبرې او نظرونه شریک شوي دي.
د کندهار والي د افغانستان له خلکو سره د متحده عربي اماراتو د بشري او اقتصادي همکاریو قدرداني کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د لا پیاوړتیا او متقابلو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو د همکارۍ او همغږۍ د دوام او د هېوادوالو د چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار هم کړی دی.

