ډېر لوستل شوي

“نږدې زر راستنېدونکي کډوال ثبت او له سلګونو کورنیو سره مالي مرستې شوې”

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ له بېلابېلو لارو هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې لازم خدمتونه وړاندې شوي دي.

د ياد کمېسيون راپور ښيي چې د تورخم، سپین بولدک، د ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ټولټال ۲۱۹ کورنۍ چې ۹۷۱ غړي لري، ثبت شوې دي. همداراز ۱۴۶ کورنۍ چې ۷۳۰ غړي لري، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د راپور له مخې، له ۱۵۷ کورنیو سره ټولټال يو ميليون او ۳۵۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او د راستنېدونکو لپاره ۸۱ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

په تورخم، اسلام‌کلا او کابل کې ۱۴۴۷ ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي، په بېلابېلو مرکزونو کې زرګونو راستنېدونکو ته خوراکي توکي او ډوډۍ وېشل شوې او د راستنېدونکو کډوالو د ثبت، لېږد، مرستو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه