د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وايي، د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ ارزونې له بشپړېدو وروسته د روغتونونو پیاوړي او کمزوري ټکي مشخص شوي، څو د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او خلکو ته معیاري خدمتونه وړاندې شي.
د اميد راډيو خبريال «د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ پروسې د پایلو د اعلان په موخه جوړه شوې غونډه کې» د ښاغلي جلالي په حواله ويلي، افغانان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د روغتیايي خدمتونو د ښهوالي لپاره د خصوصي سکټور همکاري اړینه ده.
د عامې روغتیا وزیر ټینګار کړی چې د خصوصي روغتیايي خدمتونو اصلاح د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږي چې د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ، لګښتونه راکم او هېواد د درملنې په برخه کې د بهرنیو هېوادونو له اړتیا څخه تر ډېره بېنیازه شي.
نوموړي همداراز، د شفري نسخو د ختمولو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سرطان ناروغیو د درملنې د برخې د پیاوړتیا لپاره له بهرنیو هېوادونو سره خبرې شوې، څو په دې برخه کې لا ډېر کار وشي.
ښاغلي جلالي له خصوصي سکټور څخه غوښتي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړي، ځکه په وینا یې، اوس په دې برخه کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي.
مولوي نور جلال جلالي هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به د افغانستان روغتیايي خدمتونه داسې پیاوړي شي چې د نورو هېوادونو وګړي هم د درملنې لپاره افغانستان ته راشي.

