د ایران هوايي شرکت «ایران اېر» خبر ورکړی چې د اکټوبر له ۲۳مې به د تهران–کابل–مشهد پر مسیر خپلې الوتنې بېرته پیل کړي.
د ياد شرکت مسوولين وايي، د سونتوکو د بیو لوړوالي او نورو عملیاتي لګښتونو د هوايي شرکتونو پر مالي وضعیت فشار زیات کړی دی.
ایران اېر ویلي چې له یو شمېر بهرنیو هوايي شرکتونو څخه شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالره پور لري، خو د نړیوالو بندیزونو او بانکي محدودیتونو له امله د دغو پیسو ترلاسه کول له ستونزو سره مخ دي.

