ډېر لوستل شوي

د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه، نږدې ۱۵ زره ګرامه شيشه نیول شوې

د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو ځواکونو د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې پاکستان ته د ۱۴ زره او ۲۰۰ ګرامه شیشې نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

د یادې قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي امید راډیو ته ویلي چې دغه نشه‌يي توکي د دوربابا ولسوالۍ د څڅوبي لنډي ترنګ په سیمه کې هغه مهال نیول شوي چې قاچاقبرو غوښتل پاکستان ته یې ولېږدوي.

د محمدي په وینا، نیول شوي نشه‌يي توکي به له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندې قانوني مرجع ته وسپارل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې به هېچا ته د تخریبي او غیرقانوني فعالیتونو اجازه ورنه کړل شي.

اړوند خبرونه