د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو ځواکونو د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې پاکستان ته د ۱۴ زره او ۲۰۰ ګرامه شیشې نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د یادې قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي امید راډیو ته ویلي چې دغه نشهيي توکي د دوربابا ولسوالۍ د څڅوبي لنډي ترنګ په سیمه کې هغه مهال نیول شوي چې قاچاقبرو غوښتل پاکستان ته یې ولېږدوي.
د محمدي په وینا، نیول شوي نشهيي توکي به له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندې قانوني مرجع ته وسپارل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې به هېچا ته د تخریبي او غیرقانوني فعالیتونو اجازه ورنه کړل شي.

