د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند د نندارتونونو رییس، قاري یعقوب جاوید د کانونو د لومړني ځانګړي نندارتون په خبري کنفرانس کې د دغه نندارتون پر اقتصادي او سوداګریز اهمیت ټینګار کړی دی.
د اميد راډيو خبريال په دې خبري کنفرانس کې ښاغلي جاويد په حواله ويلي، د نندارتونونو جوړول د خصوصي سکتور د ملاتړ، افغاني تولیداتو ته د بازار موندنې، سوداګرو ته د نویو فرصتونو برابرولو او د پانګوالو ترمنځ د تجربو د تبادلې لپاره مهمه وسیله ده.
قاري یعقوب جاوید له کورنیو او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو غوښتي چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او د کانونو د سکتور د ودې او پراختیا لپاره له شته فرصتونو ګټه واخلي.

