مالیې وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست کې د ګمرکونو امنیتي کېمرو د څارنې نوی مرکزي «کنټرول روم» د شاوخوا ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې له دې مرکز څخه اوسمهال د هېواد پنځو لویو ګمرکونو (هرات، کندهار، ننګرهار، نیمروز او آقینې) امنیتي کمېرې په ۲۴ ساعته ډول څارل کېږي.
سرچینې لیکلي چې له یاد ګمرک څخه همداراز د جيپياېس (GPS) او ځیرکو قلفونو (Smart Locks) په مرسته د افغانستان له خاورې د تېرېدونکو ټرانزیټي محمولو تګ راتګ د مبدأ ګمرک څخه تر مقصد ګمرک پورې په ژوندۍ بڼه څارل او کنټرولېږي.
مالیې وزارت دا هم لیکلي چې د یاد مرکز په فعالېدو سره به د ګمرکونو امنیتي وضعیت او د ټرانزیټي محمولو د تګ راتګ څارنه لا دقیقه او اغېزمنه شي چې په پایله کې به د امنیت ټینګښت، روڼتیا زیاتوالي او ګمرکي چارو د ښه مدیریت په برخه کې مهم رول ولوبوي.

