ډېر لوستل شوي

له هلمنده تر هراته د لویې لارې د بیارغونې پروژه منظور شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، له هلمنده تر هراته د عمومي لویې لارې د لومړي او څلورم لاټ د بیارغونې پروژه د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې منظور شوې ده.

یاد معاونیت ويلي، د دې پروژې ټولیز لګښت شاوخوا ۱۲۰ میلیون افغانۍ اټکل شوی چې لګښت به یې د اسلامي امارت له بودجې تمویل شي.

د دغې پروژې د عملي کېدو او بشپړېدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

اړوند خبرونه