ډېر لوستل شوي

افغان او قزاقستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی 

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان – قزاقستان په سوداګریز او طبي فورم کې ګډون کړی دی.  

ښاغلي زاهد د وینا پرمهال د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو تنظیم، سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کولو، د درملو او طبي تجهیزاتو معیاري سوداګرۍ، ګډې پانګونې، تولیدي فابریکو او لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. 

روغتیا وزارت لیکلي چې مولوي حمدالله زاهد همداراز د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت له مرستیال سره د ناستې پرمهال د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم، سوداګریزو اسانتیاوو او د همکاریو پراختیا په موخه د منظمو ناستو پر دوام هوکړه کړې ده. 

سرچینې لیکلي چې ښاغلي زاهد همداراز د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته د افغانستان د سفر بلنه هم ورکړې ده.

اړوند خبرونه