ډېر لوستل شوي

خلیل‌زاد: افغانستان د پاکستان له جوړېدو څو پېړۍ وړاندې یو دولت و

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چودري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان د پاکستان له جوړېدو څو پېړۍ وړاندې د یوه دولت په توګه شتون درلود.

خلیل‌زاد د چودري هغه ادعا ناسمه بللې چې ویلي یې وو، افغانستان دولت نه دی، بلکې د یوې غیردولتي ډلې له لوري اداره کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستاني پوځي ویاند دغه ادعا د نړیوالو قوانینو له مخې ناسمه ده.

خلیل‌زاد دغه راز له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپله «ګواښوونکې او ناکامه» تګلاره بدله کړي.

د هغه په وینا، افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره جدي هڅې وکړي.

اړوند خبرونه