ډېر لوستل شوي

سیدکریم هاشمي د بیلاروس له سفیر سره د سوداګریزو بنسټونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، سید کریم هاشمي د بیلاروس له نوي سفیر «الکساندر سرګیویچ اوګورودنیکوف» او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو فرصتونو د رامنځته‌کولو په اړه خبرې شوې دي.

د کتنې پرمهال د بیلاروس سفیر له افغانستان سره د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا ته لېوالتیا ښولې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو بنسټونو او خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز د ګډو نندارتونونو، سوداګریزو ناستو او اقتصادي فورمونو جوړول د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د ګډو پانګونو د جلبولو لپاره اغېزناکې لارې چارې بللې دي.

اړوند خبرونه