ډېر لوستل شوي

فرانسې له ا.ا سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو خبرې پیل کړې

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز وايي چې حکومت يې له اسلامي امارت سره په همدې هېواد کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې دي.
نونز د ياد هېواد په پارلمان کې ویلي، د دې خبرو موخه د یو شمېر افغان کډوالو د ایستلو لپاره د زمینې برابرول دي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په جرمونو کې ښکېل دي یا د عامه نظم لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د فرانسې خبري اژانس د نوموړي په حواله زياته کړې چې د جرمني په ګډون یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره اقدامات پیل کړي دي.
دا په داسې مهال ده چې تر اوسه اسلامي امارت د فرانسې له لوري د دغو خبرو د پیل په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند خبرونه