ډېر لوستل شوي

له روسیې سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه شوې 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ له روسیې سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه نن (سه‌‌شنبه) شوې ده.

د اعلامیې له مخې چې په دې غونډه کې د مالیې وزارت له لوري له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ غونډې راپور وړاندې شوی دی.  

اقتصادي معاونیت لیکلي چې په دې غونډه کې همداراز له روسیې سره د زیربناوو، سوداګرۍ، برېښنا، ترانسپورټ، کانونو، لوړو زده‌کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، روغتیا او درملو، سوداګریزو ویزو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او ځینو نورو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د شته فرصتونو او لومړیتوبو په اړه بحث شوی دی. 

په اعلامیه کې راغلي چې د دې ترڅنګ په تاتارستان کې د کازان د وروستي فورم په څنډه کې له روسي لوري سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې چمتو شوی سند نهايي شوی او په نږدې راتلونکي کې به له روسیې فدراسیون سره لاسلیک شي.

اړوند خبرونه