د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لومړیتوبونه یې له نړیوالو تمویلوونکو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو سره شریک کړي، څو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ د دغو لومړیتوبونو له مخې همغږې شي.
ياد اقتصادي معاونیت وايي، په همدې موخه تېره ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو اتمه غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د اقلیمي بدلونونو د معلوماتي سیستم پراختیا، د شنوخونو ګازونو د خپرېدو د معلوماتو ثبت، د اقلیمي زیانونو ارزونه، د نیالګیو کېنول، د شنو سیمو پراختیا او د اوزون طبقې د تخریب مخنیوي په برخو کې د چاپېریال ساتنې ادارې لومړیتوبونه وړاندې شوي دي.
د سرچینې په وینا، د نړیوالو مؤسسو او تمویلوونکو استازو د دغو لومړیتوبونو د شریکولو هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د یادو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.

