ډېر لوستل شوي

غزني ښار کې ترافيکي پېښه؛ اتو کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی

د غزني ولايت امنیې قوماندانۍ وايي، نن تر غرمې وړاندې شاوخوا نهه نیمې بجې د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د یوه «انټرنیشنل» او یوه مسافروړونکي کوچني موټر «وټیز» ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده. د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي وویل چې په دې پېښه کې د یوې مېرمنې او څلورو ماشومانو په ګډون، اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند خبرونه