ډېر لوستل شوي

افغانستان نن د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې له بنګله‌دېش سره لوبېږي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې دغه سیالي د کابل پر وخت د سهار په ۹:۳۰ بجو د عمان په کوربه‌توب ترسره شي.

د افغانستان لوبډله په دغو سیالیو کې له بنګله‌دېش، سریلانکا او مالیزیا سره په یوه ګروپ کې ځای لري.

د ویلو ده چې د اسیا جام په دغو سیالیو کې اته لوبډلې ګډون لري او ټولې سیالۍ به د اېف‌سپورټ نړیوالې شبکې له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

اړوند خبرونه