د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، د اسلامي امارت بهرنۍ ډیپلوماسي د ملي ګټو پر ساتنې او له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو پر پراختیا ولاړه ده.
ياد وزارت وايي، مولوي امیرخان متقي دغه څرګندونې د یاد وزارت د ډیپلوماسۍ انسټيټېوټ د اوومې ډیپلوماسۍ دورې زدهکړيالانو ته د «افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ ډیپلوماسي» تر سرلیک لاندې د یوې مفصلې وینا پر مهال کړې دي.
ښاغلي متقي په خپله وینا کې د اسلامي امارت د بهرنۍ پالیسۍ پر اساسي اصولو، د ډیپلوماسۍ پر ارزښت او د ډیپلوماټانو پر مسلکي او اخلاقي ځانګړتیاوو ټینګار کړی دی.
د بهرنيو چارو وزير همداراز، د دورې ګډونوالو ته سپارښتنه کړې چې د مطالعې او زدهکړو بهیر ته دوام ورکړي، خپلې مسلکي وړتیاوې لوړې او ډیپلوماټیک مهارتونه پیاوړي کړي.

