ډېر لوستل شوي

اقتصادي کمېسیون په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي کمېسیون په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د تنظیم، اسانتیاوو برابرولو او د پانګوالو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو په موخه د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه.

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې او پکې یاده پالیسي تر هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د دې پالیسۍ اساسي موخې د بهرنۍ پانګونې د چارو تنظیم، پانګوالو ته د اسانتیاوو او فرصتونو برابرول، د پانګونو خوندیتوب او د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د مناسبې زمینې رامنځته کول دي.

همداراز، په دې غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د سوداګریزو وارداتي شرکتونو لپاره د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم د تایید وړ بلل شوې چې د پلي کېدو پرمهال به وارداتي شرکتونو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سرچینې په وینا، د بهرنۍ پانګونې پالیسي او د ثابتې مالیې اړوند طرحه د وروستۍ پرېکړې لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ته استول شوې ده.

اړوند خبرونه