د ریاستالوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي وايي چې د برېښنا تولید او لېږد پروژو د تړونونو لاسلیک د انرژۍ په برخه کې ستره لاستهراوړنه ده.
د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې ښاغلي حنفي دا څرګندونې په کابل کې د برېښنا تولید او لېږد په برخه کې د ۱۰ سترو پروژو د تړونونو لاسلیک په مراسمو کې کړې دي.
اداري مرستیال ویلي چې افغانستان د باد، لمر او ډبرو سکرو په ګډون له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید پراخ ظرفیت لري او کولای شي د هېواد د انرژۍ اړتیاوې د دغو سرچینو له لارې پوره کړي.
د نوموړي په وینا چې بهرني پانګوال دې د افغانستان انرژۍ او برېښنا په برخو کې پانګونه وکړي، او ډاډ یې څرګند کړی چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له هغوی سره همکاري کوي.

