کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې لسګونه ناقانونه وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي.
دغه وزارت لیکلي چې په ضبط شویو وسلو او مهماتو کې ۴۲ کلاشینکوف، ۲۲ تومانچې، ۱۱ برنو ټوپک، ۳ راکټ، یو هاوان، یو لاسي بم، د هاوان ۵۸ مرمۍ، د SPG-9 وسلې ۱۳ مرمۍ او یو شمېر نور پوځي مهمات او تجهیزات شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې چې یادې وسلې او مهمات د غزني امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ډایاک امریت ته سپارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د غزني مسوولینو له قوله د دغه ولایت امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی او ټینګار شوی چې امنیتي ځواکونه هېچا ته د ناقانونه وسلو د ساتلو او ګرځولو اجازه نه ورکوي.

