پوهنې وزارت د افغانستان ښوونیز وضعیت په اړه د یونیسکو او یونیسف د وروستي ګډ راپور عمومي تعبیر رد کړی او ویلي یې دي چې اوسمهال په هېواد کې ۷ میلیون ۶۲۷ زره ۶۶ زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې چې د یادو نړیوالو ادارو په راپور کې د ۵۳ سلنه شمېره په مشخص ډول له رسمي عمومي زدهکړو بهر ماشومانو ته کارول شوې، خو د ښوونیز وضعیت د بشپړ انځور لپاره باید د عمومي ښوونځیو ترڅنګ خصوصي ښووني، دیني مدرسې او نور ښوونیز پروګرامونه هم وڅېړل شي.
پوهنې وزارت له یونیسکو او یونیسف غوښتي چې د ۵۳ سلنه شمېرې د محاسبې بنسټ د ماشومانو د عمر تعریف، د نفوسو سرچینه، د معلوماتو کال او د بېلابېلو ښوونیزو پروګرامونو د شمېرلو څرنګوالی روښانه وړاندې کړي.
تر دې مخکې یونیسکو او یونیسف راپور ورکړی و چې ګواکې د افغانستان د لومړنیو زدهکړو د عمر تر نیمايي زیات ماشومان له هر ډول زدهکړو بېبرخې دي.
د پوهنې وزارت د اعلامیې له مخې چې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پرمهال په هېواد کې ۱۸۰۹۰ دولتي او خصوصي ښوونځي فعالیت لري، او د دې ترڅنګ په ۲۰۳۷۲ دیني مدرسو کې ۲ میلیون ۴۵۶ زره ۱۳۲ زدهکوونکي زدهکړې کوي.

