ترکمنستاني شرکت «اوجار آسیا» چيني سوداګریزو شریکانو ته د یوې چټک تګ راتګ لویې لارې او په افغانستان کې د یوه لوژستیکي مرکز د جوړولو طرحې وړاندې کړې دي.
د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه طرحې د چین په شانګهای ښار کې د ترکمنستان او چین ترمنځ د سوداګریزې غونډې پر مهال وړاندې شوې دي.
د یادې طرحې له مخې، ټاکل شوې دغه لویه لاره د ایران له پولې سره پروت سرخس ښار د ماري له لارې د افغانستان پولې ته څېرمه له سرحداباد ښار سره ونښلوي.
همداراز، په افغانستان کې د تورغونډۍ بندر په سیمه کې د یوه لوژستیکي مرکز جوړول هم د دغه شرکت په وړاندیز شویو پروژو کې شامل دي چې د افغانستان، ترکمنستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي.
خو تر اوسه د دغو پروژو د پیل نېټې، لګښت او مالي سرچینو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

