ډېر لوستل شوي

افغانستان او اوزبيکستان د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ کچه پنځه میلیارد ډالرو ته لوړوي

د بلخ ولایت مقام خبر ورکړی چې د افغانستان او اوزبيکستان لوړپوړو چارواکو په یوه ګډه غونډه کې د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر لوړولو خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې د اوزبيکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شاوخوا دوه میلیارد ډالره سوداګري شوې او هڅه کېږي چې دغه کچه راتلونکی کال پنځه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په غونډه کې د کرنیزو محصولاتو، غوښې، مالدارۍ، سکرو او ټرانزیټ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د افغان سوداګرو د صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په اړه هم خبرې شوې دي.

د اوزبيکستان د سرخان‌دریا والي هم ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغان محصولاتو د روسیې، ترکیې او اروپايي بازارونو ته د لېږد په برخه کې همکاري وکړي.

اړوند خبرونه