د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف وايي، د اسلامي امارت او خصوصي سکتور له لوري د روغتیا په برخه کې د پانګونې له لارې هڅې روانې دي، څو د هېواد دننه د ناروغانو د درملنې زمینه برابره شي.
د اميد راډيو خبريال «د افغانستان د روغتیا د دویم ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې د ښاغلي حنيف په حواله ویلي، په تېرو کلونو کې افغانانو د درملنې لپاره زرګونه ډالره بهرنیو هېوادونو ته لېږدول، خو اوس د دې بهیر د مخنیوي په برخه کې پرمختګ شوی دی.
ښاغلي حنیف زیاته کړې، د کورنیو تولیداتو ملاتړ کولای شي افغانستان په بېلابېلو برخو کې ځانبسیاینې ته ورسوي.

