د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند نن په هېواد کې د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځتهکولو کاري پلان تایید کړی دی.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې دا ځانګړې اقتصادي حلقې د اسلامي امارت مشرتابه په حکم په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندوز ولایتونو کې جوړيږي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دغه پلان پر بنسټ به اړوند وزارتونه د یادو حلقو لپاره ځمکه تثبیت، سکټوري فعالیتونه او د اړتیا وړ خدمات تشخیص او د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت همداراز ویلي چې د دې ځانګړو اقتصادي حلقو په رامنځته کېدو سره به هېواد کې نوې پانګونه جذب، د صادراتو او وارداتو نسبي توازن او په یو مناسب چاپېریال کې به پر تولیدي فعالیتونو د تمرکز په پایله کې نوی اقتصادي تحول رامنځته شي.

