د آریانا افغان هوایي شرکت وایي چې د یاد شرکت له لوري سبا (پنجشنبه) د مزارشریف – استانبول مستقیمې الوتنې پیلېږي.
د خبرپاڼې له مخې چې د يو طرفه ټکټ بيه ۴۸۰ امريکايي ډالر ټاکل شوې، او په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوي فرصتونه برابر شي.
آریانا افغان هوایي شرکت همداراز ویلي چې هېوادوال او مسافر به وروسته له دې په اسانه، چټکه او له غیرضروري تمځایونو پرته خپل سفر وکولی شي.
یاد شرکت له مسافرو غوښتي چې د دغه مسير ټکټونه د آريانا له مرکزي دفتر، رسمي څانګو، سياحتي شرکتونو او په هوايي ډګرونو کې د آريانا کاونټرونو څخه ترلاسه کړي.

