د وسلهوال پوځ د لوی درستیز د مطبوعاتو دفتر وايي، د ۲۰۵ البدر قولاردو په ۱۰۰ بستریز ساحوي نظامي روغتون کې د متخصصو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو له لوري څلور جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شوي دي.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، په ارتوپیدي برخه کې د دوو ناروغانو له لاسونو او پښو څخه د پخوانیو عملیاتو پاتې فلزي پلېټونه او ۲۲ پیچونه په بشپړ ډول ایستل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د غوږ، ستوني او پوزې په څانګه کې هم درې جراحي عملیات ترسره شوي چې یو یې د ټانسلونو ایستل او دوه نور د ستوني د ناروغیو اړوند عملیات وو.
د مطبوعاتي دفتر په وینا، دغه عملیات د روغتیايي مسلکي معیارونو په رعایت او د متخصصو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو په همکارۍ په بریالیتوب پای ته رسېدلي دي.

