د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د تېلو اچولو پر مهال د سګرېټ لګېدو له امله د اورلګېدنې پېښه شوې چې په پایله کې یې ۹ تنه ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت مقام د مطبوعاتو دفتر وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا ۶:۳۰ بجې د سنګین ولسوالۍ د دویمې ټولۍ په اړوند سیمه کې يوه سکواټر ته د تېل اچولو پرمهال رامنځته شوې ده. د سرچینې په وینا، په ټپیانو کې پنځه لویان او څلور ماشومان شامل دي چې لومړی سیمهییز روغتون او وروسته د لا ښې درملنې لپاره د لښکرګاه ښار ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

