ډېر لوستل شوي

ایران افغان ځوانانو ته د حرفوي او تخنیکي زده‌کړو ورکولو په برخه کې چمتووالی ښودلی

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال محمد مقدسي وایي، هېواد یې چمتو دی چې ایراني استادان افغانستان ته راولېږي او افغان ځوانانو ته په بېلابېلو حرفوي او تخنیکي برخو کې روزنه ورکړي.

د اميد راډيو خبريال «د افغانستان د لومړني کاري فرصتونو نندارتون د جوړېدو په اړه خبري کنفرانس» کې د مقدسي په حواله ویلي، حرفوي او تخنیکي زده‌کړې د ځوانانو د بې‌کارۍ په کمولو کې مهم رول لري او د دغه نندارتون جوړېدل به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

مقدسي زیاته کړې، ایران په افغانستان کې د حرفوي زده‌کړو یو مرکز پرانیستی، خو په وینا یې، دا کافي نه دی او هېواد یې غواړي په راتلونکي کې د دغو زده‌کړو لړۍ پراخه کړي.

هغه همداراز ویلي چې ایراني استادان کولای شي په حضوري او انلاین بڼه افغان ځوانانو ته مسلکي زده‌کړې ورکړي او ایران په دې برخه کې د افغان حکومت بشپړ ملاتړ کوي.

اړوند خبرونه