ډېر لوستل شوي

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د کرنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د اوزبیکستان د سمرقند ولایت له والي سره کتلي او د کرنې او اړوندو صنعتونو په برخو کې یې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، دا لیدنه د افغانستان د کرنې وزارت د پلاوي د رسمي سفر په ترڅ کې ترسره شوې ده.

بلخوا، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د یوه پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته تللی، څو د ځنګلونو وضعیت وارزوي، د طبیعي سرچینو د ساتنې چارې وڅېړي او د عوایدو نوې سرچینې په ګوته کړي.

اړوند خبرونه