د ملي بس امارتي شرکت اجراييوي رییس حافظ عبدالباقي مقیم په چین کې د «AIPU» شرکت له مسوولينو سره د عصري بسونو د تولید او پېرلو او د ښاري ټرانسپورټ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د ياد شرکت وياند مولوي محمد نبي بهار وايي، په دې کتنه کې د مېټرو، بيآرټي (BRT) او ښاري ټرانسپورټ په برخو کې د ګډو همکاریو او عملي فرصتونو په اړه بحث شوی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه سفر د هېواد د عامه ټرانسپورټ د سیستم د عصري کولو، د ټرانسپورټي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د ښاري ګڼهګوڼې د کمولو او د خوندي، معیاري او ارزانه ټرانسپورټي خدمتونو د برابرولو په موخه ترسره شوی دی.

