د افغانستان هوايي ځواکونو په بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله د بند پاتې شویو کسانو د ژغورنې عملیات ترسره کړي او یو شمېر کسان یې خوندي سیمې ته لېږدولي دي.
د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د مطبوعاتو دفتر وايي، دغه پېښه د بدخشان ولایت د شیوه ولسوالۍ په اندراب سیمه کې شوې چې له امله یې دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې د قربانیانو پنځه ملګري هم د هوايي ځواکونو له لوري د بدخشان مرکز ته لېږدول شوي او وروسته د دغه ولایت د درواز سیمې د مایمي ولسوالۍ ته انتقال شوي دي.

