ډېر لوستل شوي

د میدان وردګو والي: د اسلامي نظام د پیاوړتیا او نفاذ لپاره باید اعظمي هڅې وشي

د میدان وردګو والي مولوي خیرالله خیرخواه د «اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس» کې ویلي، له شته فرصتونو باید په اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا او نفاذ لپاره باید ټولې هڅې وشي.

ښاغلي خيرخواه د وردګو پوهنتون د رهبرۍ او هڅو د ستاینې ترڅنګ ټینګار کړی چې د هغو ننګونو د مخنیوي لپاره باید ګډ کار وشي چې اسلامي نظام ته ګواښ پېښوي.

د ميدان وردګو والي زیاته کړې، علماء د حق معیار دي او د ورورګلوۍ د پیاوړتیا لپاره ورځ تر بلې خپلې کوټلې هڅې کوي.

اړوند خبرونه