د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله پاکستان ته د افغانستان انارو صادرات درېدلي چې په پایله کې یې د دغه هېواد په بازارونو کې د انارو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي.
د «عرب نیوز» د راپور له مخې، په ځانګړي ډول له کندهاره پاکستان ته د انارو د صادراتو بندېدو د دغه هېواد په بازارونو کې د یادې مېوې کمښت رامنځته کړی دی.
د راپور له مخې، د بلوچستان په مرکز کوټه کې د یوه کیلو لوړ کیفیت لرونکو انارو بیه له ۴۰۰ څخه ۹۰۰ پاکستاني کلدارو ته لوړه شوې ده.
همداراز، د ۱۰ کیلوګرامه انارو بیه چې تېر کال ۴ زره پاکستانۍ کلدارې وه، سږ کال ۱۰ زره کلدارو ته رسېدلې ده.
په همدې حال کې، پاکستاني سوداګر وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندښت دوام د مېوو پر بازار او بیو منفي اغېز کړی او د افغانستان انارو د نشتوالي له امله یې بازار له کمښت سره مخ کړی دی.

