د هرات د اسلامکلا ګمرک مسوولينو خبر ورکړی چې ۳۴ باروړونکي موټر چې کمکيفيته نفتي او غیرنفتي توکي یې لېږدول، د کیفیت د معیارونو نهپوره کولو او ناقانونهوالي له امله بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دغو موټرو کې ۲۰ د پټرولو، ۱۳ د ډېزلو او یو بل موټر د پاکستاني موټرو له پرزهجاتو بار و.
د مسوولينو په وينا، دغه اقدام د دې لپاره ترسره شوی چې هېواد ته د کمکیفیته توکو د واردېدو مخه ونیول شي، د مصرفکوونکو حقونه خوندي شي او د وارداتي توکو د کیفیت ټاکل شوي معیارونه عملي شي.

